امنیت

دملي امنيت سلاکار لومړي مرستيال د څرخي پله دجيل د بنديانو ستونزې واوريدې .

کابل باختر د تلي   څلورمه :
دملي امنيت دسلاکار لومړى مرستيال محمد سليمان کاکړ  نن  دڅرخي پله دجيل  دبنديانو ستونزې واوريدې .
دجمهوري رياست دملي امنيت دسلاکار مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دجيل داوسني حالت او دبنديانو دځينو ستونزو په اړوند  دجيل  دمسوولينودرپوټونو او معلوماتو له اوريدو وروسته  محمد سليمان کاکړ دبنديانو له استازو سره وکتل .
دملي امنيت دسلاکار  لومړى مرستيال  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  محمد اشرف غني  او دملي امنيت دسلاکار محمد حنيف اتمر  ښې هيلې  او دنيکمرغه لوى اختر له امله  دمبارکيو مراتب  دوى ته وړاندې کړل او  وويل  چې دجيل دحالت او د جيل مسوولينو  دځينو ستونزو په باب يې  رپوټونه  او معلومات اوريدلي دي . او دهمدغو معلوماتوله مخې به خپل رپوټ  نن  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ته برابر کړي .
دملي امنيت دسلاکار لومړى مرستيال  دجيل له مسوولينو څخه وغوښتل چې له بنديانو سره دې  داسې چلند وکړي  چې دبند دمودې  له پاى ته رسولو وروسته  دټولنيز نظم اوثبات په تامينولوکې له دولت سره  مرسته او همکاري وکړي .
ده  دڅرخي پله دجيل  بنديانو ته ډاډ ورکړ  چې له دوى سره به  له قانون سره سم او دانساني اصولو په رعايتولو سره  چلند وشي .
دبنديانو استازو په خپلو خبرو کې  د جيل دحالت  او دمسوولينو  دچلند له امله خوښي څرګنده کړه او ددولت  دجګپوړو مسوولينو له خوا  دهيواد  دجيلونو بيا بيا کتنه يې  ګټوره وبلله   او ددوى دځينو ستونزو څيړنې ته  ددولت  دزياتې  پاملرنې  غوښتنه وکړه .
په دې کتنه کې دسترې محکمې دمحکمو دغوڅو حکمونو پرتطبيق باندې دڅارنې درياست سرپرست مولوي محمد اسمعيل  عابد او دلوى څارنوالۍ  دازادي دسلب  په سيمو دڅارنې رييس  څارنپال  عزيز احمد سرباز  هم  دملي امنيت دسلاکار  دلومړي مرستيال  ملګرتياکوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته