کابل باختر دلړم دويمه :
د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سياليو پايلوبه د شاهين آسمايي او توفان هريرود د فوټبال ټيمونو ترمنځ ترسره کيږي .
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول شفيع شاداب باختر آژانس ته وويل چې د افغانستان د فوټبال دغوره ليګ د سياليو پايلوبه سبا ماښام په پنځو بجو د شاهين آسمايي او توفان هريرود د ټيمونو ترمنځ ترسره کيږي .
د شاهين آسمايي او توفان هريرود ټيمونه د روان فصل د جام اصلي مدعيان دي. وليدل شي چې د لوبې په نتيجه کې کوم ټيم اتلوالي ترلاسه کوي .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ