ورزش

د بيګ بير د فوټبال ټيم د امرخيل ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – کابل د زمري دمياشتې ٥
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون په يوې لوبې سره له سره پيل شوې.
دغه سيالۍ د روان کال د غبرګولي د مياشتې په لومړيو وختوکې پيل شوې وې او د روژې په مبارکه مياشت کې وځنډيدې.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو سياليو په بيا پيلولو سره د امرخيلو او بيګ بير ټيمونو لوبه وکړه او لوبه يې د هغو په وړاندې په پنځو سره د بيګ بير ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د ١٤ ټيمونو ترمنځ په غازي ورزشي لوبغالي کې پيل شوې دي او هر مازيګر دوام مومي.
ټاکل شوې ده سبا د دغو سياليو په دوام د ميوند ټيم د سولې له ټيم سره لوبه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته