(PS)خبرونه(PS)اقتصاد

د بادغیس برېښنا آمریت تېره اوونۍ نږدې ٢ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د غوایي ٣١مه، باختر
د بادغیس د برېښنا آمریت مسوولین په دغه ولایت کې تېره اوونۍ له خپلو پېرودونکو د پورونو د راټولولو له درک د نږدې ٢ میلیونو افغانیو عوایدو د راټولولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د برېښنا آمر مولوي خيرالله خیرخواه د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه آمریت د مسوولینو د هڅو په پایله کې له پېرودونکو د پورونو د راټولولو له درکه تېره اوونۍ یو میلیون، ٢٦٧ زره او ۳۴۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
خیرخواه له ټولو پېرودونکو وغوښتل، چې له ۵ زرو پورته پورونه پر وخت ادا کړي او د پور نه وركړې په صورت کې به پرې برېښنا قطع شي.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا