
کابل، د غبرګولي ۲ مه، باختر
د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت له ۵۴ روغتیايي مرکزونو سره د ۷.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وشوه.
د مرستو شویو توکو مسوول ډاکتر خليل الله آرين د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د بادغیس د ۷ ولسوالیو له ۵۴ روغتیايي مرکزونو سره د یونیسف موسسې له لوري د ۷.۵ میلیونو افغانیو په ارزښت د طبي تجهيزاتو مرسته شوې ده.
باید وویل، چې له دې وړاندې هم یونیسف په بېلابېلو ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او طبي تجهیراتو مرسته کړې ده.
جهانیار