امنیت

په کابل کې د نشه يي توکو د پلورنې په تور د شپږو تنو نيول کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه
د کابل د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو پرون ٦ تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور په کابل کې ونيول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ليکلي دي چې دغه کسان د اتمې او شپاړسمې ناحيو او د ده سبز ولسوالۍ له مربوطاتوڅخه په جلاجلاعملياتوکې د نشه يي توکو د پلورنې په وخت نيول شوي دي.
له دغوکسانوڅخه څلورکيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي د پوليسولاس ته ورغلي دي.
ختم-ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته