(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)

د بادغیس والي د دغه ولایت د خلکو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې

کابل، د وږي ۲۷مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، نن د بادغیس له والي مولوي عبدالصمد جاوېد سره وکتل.

باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د بادغیس والي، په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سړکونو جوړولو په برخه کې د دغه ولایت د خلکو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم، د بادغیس والي ته ډاډ ورکړی چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا