خبرونهورزش

د بادغیس په پستې سیمه کې د غېږ نیونې سیالۍ پای ته ورسېدې

 کابل، ۲۸ حوت، باختر

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د بادغیس په پستې سیمه کې د ۱۸۰ غېږ نیوونکو ترمنځ د غیږ نیونې سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بادغیس کې د غېږ نیونې په دغو سیالیو کې نسیم شاه سخي زاده د کال غوره غېږ نیوونکی او سلیم شاه ساجد د ۸۰ کیلو ګرامه وزن پورته کولو اتل شو.

دغه سيالۍ درې ورځې مخکې د بادغيس د آبکمري ولسوالۍ د پستې په سيمه کې د ١٨٠ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو د هڅونې، د کال د غوره غيږ نيوونکي د ټاکلو او د پسرلي موسم ته د ښه راغلاست په موخه پيل شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې د پستې سيمې د هېواد د ډېرو غونډيو او سيمو په څېر، چې د پسرلي په رارسېدو سره شنه کېږي، د سپورټ او تفريحي مراسمو لپاره د خلکو د راغونډېدو مرکز بلل کېږي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا