سیاست

جمهوررئیس غني د ملي هویت د سندونو د الکترونیکي کولو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت راپور واورېد

کابل باختر د غبرګولې  ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د (جي ټي آر) کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د ملي هویت سندونو د الکترونیکي کولو د  پروژې په اړه بحث وکړ.
دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټنکالوژۍ وزیر شهزاد اریوبي د یادې پروژې د پرمختګونو او ننګونو په اړه وویل، د دغې پروژې زیاتره برخې بشپړې شوې او پاتې نورې برخې به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې بشپړې شي.
هغه د دغې پروژې په اړه خپلې نظريې او وړاندیزونه هم په غونډه کې شریک کړل او ويې ویل، په نېږدې راتلونکي کې به د برېښنایي تذکرو له ادارې سره هوکړه لیک هم لاسلیک کړي.
همداراز د ( جي ټي ار)  کمپنۍ مسوول هم د دغې پروژې د قرارداد د مالي برخې په اړه جمهوررئیس او د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
وروسته د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني په خپلو خبرو کې یاده پروژه یوه ملي پروژه وبلله او ويې ویل، برېښنایي حکومتوالي زموږ اصلي موخه ده او یاده پروژه باید ډيرژر په بشپړه توګه پای ته ورسېږي.
د هېواد جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د زیربناو په چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي په مشرۍ او د مالیې، مخابراتواومعلوماتي تکنالوژي وزارتونو او برېښنایي تذکرې د ادارې په غړیتوب دې کمیټه جوړه شي چې د دغې پروژې بېلابېلې برخې په دقیقه توګه وارزوي. هغه وویل، له څېړنو وروسته  دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په روښانه توګه خپل راپور او طرحه جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته