
کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
په ننګرهار کې پر له پسي اورښتونو د سر او مال زیانونه اړولي دي.
په ننګرهار کې د يوې کوټې د چت د نړېدو له امله يو تن وژل شوی او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه پيښه تېره شپه په اچين ولسوالۍ کې رامنځته شوې.
د ننګرهار يوه سيمه ييز خبرځاى باختر آژانس ته وويل، چې قرباني او ټپيان د يوې کورنۍ غړي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د يو روغتون ډاکترانو د دې پيښې د يو ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى.
د دغو اورښتونو له امله د ننګرهار په ځينو سيمو کې سېلاوونه هم راوتلي دي.
له بله پلوه د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم د اورښتونو او سېلاوو له امله په لسګونو څاروې هم له منځه تللي دي.
د ننګرهار سيمه ييز مسوولين وايي، چې په دې ولايت کې د سېلاونو له امله د سر زيان او مالي تاوانونو دقيقه اندازه معلومه نه ده.
\ ذ