نړۍ

داخوان المسلمين دډلې نهه تنه غړي په مصر کې ووژل شول .

قاهره  باختر د تلي   څلورمه :

دمصر امنيتي مامورينو اعلام وکړ  چې  پرون  ددغه هيواد  په پايتخت  قاهره کې  داستوګنې  په يوه کور په بريد سره  يې  داخوان المسلمين دډلې نهه تنه غړي وژلي دي .

  داپه داسې حال کې ده چې د روان کال  ددوبى  په نيمايي کې هم  دمصر پوليسو  داخوان المسلمين دمشهور مدافع وکيل او ددغه هيواد داستازو دمجلس  دپخواني غړي  ناصر الحافي  په ګډون  داخوان المسلمين دډلې ديارلس تنه  جګپوړي غړي  دقاهرې ښار ته څيرمه دعملياتو دترسره کولو لپاره  دپروګرام جوړولو په تور ووژل .

  د ١٣٩٢ کال  دچنګاښ په مياشت کې دمصر داردو له خوا  ددغه هيواد  دپخواني جمهور رييس محمد مرسي  په ګوښه کيدو سره  په دغه هيوادکې تاوتريخوالي  زور واخيست  او دمحمد مرسي  دملاتړو او دامنيتي پوځونو ترمنځ  پراخې نښتې وشوې .

  داخوان المسلمين ډله  دمحمد مرسي  ګوښه کيدل  يوه پوځي کودتا بولي  او د هغې  دمشرانو په غندلو سره  د قدرت  ګډې ته  دمحمد مرسي  دستنيدو غوښتنه کوي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته