ټولنه

د ننګرهار د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال په ترافیکي پېښه کې ژوند له لاسه ورکړ

کابل / د زمري ۹ مه / باختر
د ننګرهار د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات نن سهار د کابل – جلال آباد په لویه لاره کې په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ننګرهار د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې؛ سید عیسی سادات له کابله ننګرهار ته روان و چې په سرخکانو سیمه کې له خپل زوی سره یو ځای په ترافیکي پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سادات له شاو خوا ١٠ کلونو را پدیخوا د ننګرهار د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال و.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته