(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ټولنه

د باقيداري لرونکو موټرو د اسنادو پاکولو په اړه د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

کابل، د وږي ۱۸مه، باختر

خبرتیا ټولو هغو هېوادوالو ته چې موټر یې له څو کالو راهيسې باقیداري لري او د اقتصادي ستونزو له کبله يې تر اوسه د خپلو موټرو باقيدارۍ نه دي ورکړې، خبر وکول کېږي، چې دوی ته د اسنادو پاکولو برخه کې يوځل بيا معافي منظور شوې ده، چې د ۱۴۰۲ کال تر پایه به دوام ولري.

د اړونده وسایطو له مالکانو غوښتنه کېږي، چې ژر تر ژره دې په مرکز او ولايتونو کې د ترافیک ادارو ته ورشي او له منظور شوې معافۍ نه په ګټه اخيستو دې د خپلو وسایطو اسناد پاک کړي.

 دغه معافي په لاندې دريو کټګوریو کې ورکول کېږي.

د اړونده وسایطو له مالکانو غوښتنه کېږي، چې ژر تر ژره دې په مرکز او ولايتونو کې د ترافیک ادارو ته ورشي او له منظور شوې معافۍ نه په ګټه اخيستو دې د خپلو وسایطو اسناد پاک کړي. دغه معافي په لاندې درېيو کټګوریو کې ورکول کېږي.

۱: له ۱۳۹۴ کال تر پایه او ۱۳۹۴ ښکته باقیداري ۱۰۰٪ بښل کېږي

۲: له ۱۳۹۵ کال څخه تر ۱۳۹۷ کال پورې ۹۰٪ بښل کېږي.

۳:  له ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۱ کال پورې ۸۰٪ بښل کېږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا