امنیت

په لوګر کې د طالبانو د مهماتو يوه ډيپوترلاسه شوه

کابل / دوږي ٢٧مه / باختر: پنحه وسله وال طالبان تېره شپه په لوګر کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول. د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند باختر اژانس ته وويل چې دغه عمليات د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې په پايله کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول. خبرځاى زياته کړه په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانو د مهماتو او د چاوديدونکي توکو يوه ډيپو په دغه ولسوالۍ کې کشف شوه . له دغې ډيپو څخه د هاوان ٤٧ ماينونه، د توپ پنځه ګولۍ، د درندو وسلو پنځه سرګلولې، د توغندى يو ماين، ٧ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، شپږ ماينونه، او د ماين څو ريموت کنترولونه ترلاسه شوي دي. ويل کېږي وسله والو طالبانو غوښتل چې له دغومهماتوڅخه په خپلو تروريستي برېدونوکې استفاده وکړي. ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته