امنیت

د زابل په درېو ولسواليو کې چاڼيز عملیات له لاسته راوړنو ډک وو

_قلات باختر د زمري د میاشتې ۲۲ مه
د زابل ولایت امنیتی چارواکی وايي چې د سیوري- شینکۍ او نوبهار ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو له خو پیل شوي چاڼيزعملیات پر بریالیتوب سره پای ته رسیدلي،چې له امله يې ګڼې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي دي.
په زابل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د دوهمې پلې لوا رېیس ارکان ډګروال محمد دوست باختر اژانس ته وویل: دوي ته داسي معلومات ور رسیدلي و چې د دولت مخالفینو غوښتل د سیوري او شینکۍ ولسوالۍ نا امنه کړي ځکه یې ورباندي عملیات پيل کړل او هغوي یې له سیمي وشړل .
د وویل په دغه اووه ورځنیو عملیاتو کې لس وسله وال وژل شوی اووه تنه یې ټپيان دي او پنځه موټرسیکلونه په ګډون يو شمېر درنې او سپکې وسلې له منځه وړل شوي دي.
د زابل امنیه قومندان جنرال میرویس نورزي وویل چې د پخوا په پرتله اوس افغان ځواکونه پیاوړي شوي دي او وسله والو يې په وړاندې د مخامخ جګړې توان نه لري.
نورزي د سیمي له اوسیدونکو غوښتنه وکړه چې له دولت سره د امنیت او سولې په برخه کې مرسته وکړي تر څو د بیا رغونې، روغتيا، ښوونې او ټولنیز خوندیتوب په برخه کې پرمختګ ته زمینه برابره شي.
د سیوري ولسوالۍ یو تن قومي مشر افغان ځواکونو ته ډاډ وکوري چې د سیمې ټول اوسیدونکي د دولت او نظام ملاتړ کوی او په هیڅ توګه به مخالفینو ته اجازه ورنکړي چې خلکو ته ستونزي جوړي کړي.
پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته