سیاست

استاد محقق په افغانستان کې دکاناډا سفارت له مرستيال سره وکتل

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
په افغانستان کې دکاناډا دسفارت مرستيال  ريدکرس  نن له غرمې وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجرائيه رياست له دويم مرستيال استاد حاجي محمد محقق سره  دوزيرانو شورا په ماڼۍ کې وکتل.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې  د کاناډا دسفارت مرستيال  وويل :  هېواد  به  يې   دافغان امنيتي ځواکونو  د روزنې  ، دقانون دواکمنۍ ، ددموکراسۍ د ودې او دبشر د حقوقو په برخو کې   دملي وحدت له  حکومت سره  همکاري وکړي.
دکاناډا دسفارت مرستيال  دکابينې  په اعلام کې ځنډ غير عادي وباله  او
هيله يې څرګنده کړه چې نوې کابينه  ډير ژر معرفي شي .
په مقابل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست  دويم مرستيال   استاد حاجي محمد محقق   په تيره يوه لسيزه کې دکاناډا دهمکاريو دستاينې په ترڅ کې وويل :  چې   دکابينې دمعرفي کولو لپاره  تيارى شته  او  موږ پوهيږو چې دکابينې په معرفي کولو کې ځنډ دافغانستان لپاره  په امنيتي اواقتصادي برخو کې منفي اغيزې او زيانونه لري .
د اجرائيه رياست مرستيال  ټينګار وکړ چې   کابينه ډير معرفي کيږي اوهيله يې څرګنده  کړه  چې دنوي کابينې په معرفي کولو سره   اقتصادي او امنيتي ستونزې لري شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته