-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
دوسله والو طالبانو دډلې اووه تنه غړي په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغه کسان دملي امنيت دمامورينو له خوا پرون دننګرهار ولايت په ګوټ ګوټ کې دجلا جلا عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دننګرهار والي شاه محمود مياخيل باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانو دډلې له دغو اوو تنو غړو څخه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ده وويل چې نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې دطالبانوپه ډله کې په غړيتوب او په ننګرهار ولايت کې په څو ډار اچوونکو بريدونوکې په ګډون اعتراف کړى دى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ