امنیت

په هرات کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 هرات   باختر دچنګاښ دمياشتې ٥ :
د هرات ولايت په چشت شريف ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ  په نښته کې څلورتنه  ډاراچوونکي  ووژل شول او   دوه تنه   نور  ټپيان شول.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهان باخترآژانس ته وويل ؛تيره شپه وسله والو طالبانو په چشت شريف ولسوالۍ کې دسلما د بريښنا بند ته څيرمه  دامنيتي ځواکونوپه پوستې بريد وکړ  چې دامنيتي ځواکونوله سخت مقاومت سره مخامخ شول او  له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان   ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ده  زياته کړه سيمې ته د کومکي امنيتي ځواکونو په رسيدو سره وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتيدل.
ده زياته کـــــړه  چې په  دې  جګړه کې د عامه  محافظت لس  تنه  سرتيري هم  شهيدان شول.
د هرات د والي وياند وويل ؛ ددغې پيښې دعاملينو د نيولو لپاره  څيړنې پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته