خبرونهټولنه

د باميان والي: په باميانو کې سوالګر شتون نلري او د خلکو اقتصادي وضعیت ښه دی

کابل، د تلې ۶ مه، باختر

اوسمهال په باميانو کې سوالګر شتون نلري او د دغه ولایت د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت ښه دی.

دغه څرګندونې د باميانو والي مولوي عبدالله سرحدي په دغه ولايت کې د کتابونو او لاسي صنايعو د نندارتون د پای ته رسېدو په مراسمو کې وکړې.

سرحدي په باميانو کې د سوالګرو د نشتون لاملونه د کار او کسب تر لاسه کولو په موخه د خلکو هڅې او د نړيوالو مؤسسو دوامداره مرستې وبللې.

د هغه په وينا د مګړۍ د باميانو د اوسېدونکو او حکومت تر منځ ښه تعامل او همغږي شتون لري او ورځ تر بلې د لا ښه کېدو په حال کې ده.

د باميانو والي همدارنګه د لاسي صنعتکارانو څخه هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ او د باميانو له اوسېدونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د بهرنيانو په مرستو دې تکيه نه کوي او د خپل ژوند د ښه والي په موخه دې د لاسي صنايعو تولید او کار ته دوام ورکړي.

عبدالله سرحدي زياته کړه، چې لاسي صنايعو ته د بازار موندنې په موخه يې له يو شمېر مؤسسو سره خبرې کړي، تر څو بهرنيو هېوادونو ته د لاسي صنایعو د صادراتو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د باميانو والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په ياد ولايت کې د کتابونو او لاسي صنايعو د نندارتون جوړنې له کبله د مننې ترڅنګ د ياد وزارت اړوند د بیهقي کتاب خپرولو رياست له مشر سره ژمنه وکړه، چې په باميانو کې به د يو مجهز کتاب پلورنځي د جوړولو په موخه ځمکه ورکړي.

په ورته وخت کې د باميانو ښاروال وايي، چې د ښار د ځينو مرکزي سړکونو او د باميان- یکاولنګ د لارې څخه د بند امير خواته د جلا شوي سړک د پخولو لپاره يې هڅې پيل کړي او له مرستندويه موسسو سره هم په دې اړه خبرې روانې دي.

د نوموړي په وينا د نرخونو د کنټرول په برخه کې يې هم د پام وړ کار کړی او چاته به د احتکار او په ډېره لوړه بيه د توکو د پلورلو اجازه ورنکړي.

هېره دې نه وي، چې د ياد ولايت يو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې هلته د سيمه ايزو چارواکو او مېشتو ځواکونو له چلند څخه خوښي څرګنده کړه او له مرکزي حکومت نه يې دغه ولايت ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا