امنیت

دتخار دپرمختيايي شورا رييس شهيد شو.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
دتخار ولايت دپرمختيايي شورا رييس پرون له  دوو تنو ساتوونکو سره يې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا  شهيدکړاى شو .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول خليل اسير باختر آژانس ته وويل :  دتالقان ښار دسراى سنګ د پرمختيايي شورا رييس نجيب الله دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په  ډزو سره  ووژل شو.
د اسير دڅرګندونو له مخې :   دغه  پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دتخار دپرمختيايي شورا رييس له دوو تنو ساتوونکو سره يې  دتالقان ښار په ريګ آباد سيمه کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خواپرې بريد وشوچې له امله يې  دتخار دپرمختيايي شورا رييس له دوو ساتوونکو سره يې ووژل شو او يو بل ساتوونکي  يې ټپي شو.
ديو اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :  دپيښې بريد کوونکي له ساحې څخه
په تښتې بريالي  شوي دي .
دپيښې دعاملينو دموندولو په مقصد دپوليسو هلې ځلې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته