
کابل، د غوايي ۲۹ مه، باختر
د بامیانو د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره باخترآژانس ته وویل چې د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي صدیق الله شاهین مسافر په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د (یو. ان.دي.پی.) دفتر د امنیت د تامینولو په برخه کې له لوی مسوول پيري سره وکتل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ښاغلي پيري په بامیانو کې د دغه دفتر د امنیت په تامنیولو کې له امنیې قوماندان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده چې د دغې ادارې کارکوونکي وکولای شي خپل پرمختیايي پروګرامونه د دغه ولایت په ټولو سیمو کې تطبیق کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د بامیانو امنیه قوماندان د دغه دفتر له پرمختیايي پروګرامونو څخه خوښي څرګنده کړه او د همکاریو ژمنه یې وکړه.
ع