فرهنګ

د عکس نندارتون جوړ شو .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دکابل دفرهنګي اوونۍ په درناوي نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو دچارو دمعين  فاضل سانچارکي له خوا په ملي ارشيف کې دعکس نندارتون پرانستل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې نندارتون کې دپخواني کابل ښار له بېلابېلو کورونواوتاسيساتو څخه  کابو سل قطعې عکسونه نندارې ته وړاندې شوي دي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي ددغه نندارتون  دپرانستلو په وخت کې وويل  چې ددغه شان نندارتونونو جوړول دکابل ښار پخواني بڼه  انځوروي او نننۍ نسل د کابل  دمعماري او هنري شتمنيو يادونې ته  ځير کوي .
سانچارکي طرحه کړه  چې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت  ددغه شان نندارتونونو دجوړولو ملاتړ کوي .
په همدې ترتيب  دملي ارشيف رييس  محمد افسر رهبين هم دنندارتون دجوړولوپه اړوند خبرې وکړې او ويې ويل  چې په دې نندارتون کې دپخواني کابل ښار له بېلابېلو  کورونو او تاسيساتو  څخه سل  قطعې عکسونه  نندارې ته وړاندې شوي دي او ددغه نندارتون موخه  له ننني  کابل سره  دپخواني کابل اړوند بلل دي .
ده وويل  دغه عکسونه دکابل دپخوانيو خلکو دژوند اوفرهنګ بيانوونکي دي
دغه نندارتون يوې اوونۍ لپاره  دمينه والو پرمخ پرانستې دى .
  ختم_ ف _اکرم                                         

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته