(PS)خبرونه(PS)فرهنګTOP(PS)

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس په دغه ولایت کې د یوناما د دفتر له مسوولې سره وکتل

۲۲– کابل، د غوايي ۲۶مه، باختر

د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سیف الرحمن محمدي په دغه ولایت کې د یوناما د دفتر له مسوولې سارا دیمول سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د رسنیو په فعالیت، بیان آزادۍ، ګرځندویانو او د ځوانانو په زده کړو خبرې اترې وشوې.

ورته مهال مولوي سیف الرحمن محمدي په حکومتولۍ کې د رسنیو فعالیت مهم یاد کړ او زیاته یې کړه، چې ولایتي اداره ځوانانو د زده کړو زمینې برابرولو، بیان آزادۍ، رسنیو فعالیت او بشر حقونو ته د شریعت په چوکاټ کې ژمنه ده.

محمدي زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د ډاډمن امنیت له کبله یاد ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه زرګونو کورنیو او ۴۰ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.

ورته مهال په دغه کتنه کې سارا دیمول وویل، چې یوناما به د رسنیو د فعالیت، خبریالانو د ملاتړ او دغه راز ځوانانو ته د زده کړو زمینې برابرولو برخه کې هڅې وکړي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا