سیاست

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا: تروريستي بريدونه د اسلامي او انساني موازينو پرخلاف دي

 کابل / باختر/ د زمري ١٠ مه
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په هرات – قندهار لويه لاره کې وروستۍ تروريستي پېښه وغندله.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د افغانستان د عالمانو سراسري شورا په هغې اعلاميه کې چې خپره شوې ده؛ ويلي دي: له بده مرغه يوځل بيا زموږ پر ملکي او بېګناه هېوادوالو تروريستي بريد وشو.
په هرات- قندهار لويه لاره کې د سپرليو يو بس موټر په ځاى پرځاى شوي ماين د ختلو په پايله کې چې د هېواد دښمنانو په عمومي لاره کې ځاى پرځاى کړى و؛ زموږ ٣٥ مسلمان هېوادوال شهيدان او ٢٨ نور ټپيان شول.
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا دغه تروريستي عمل په کلکه وغانده او هغه يې د ټولو اسلامي او انساني موازينو پرخلاف وباله او د لوى خداى (ج) له دربار څخه د پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د بشپړې روغتيا او د قربانيانو کورنيو او خپلوانو ته د جميل صبرهيله کوي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته