کابل، د چنګاښ ۱۲ مه، باختر
په هلمند کې د اسلامی امارت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې په خپلمنځي شخړو کې یوه ښځه مړه شوې او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د هلمند په ګرمسېر، مارجې او باباجي ولسوالیو کې د جنايي، ځمکې او کروندې پر سر شخړو کې یوه ښځه وژل شوې او څلور نور ټپيان شوي دي.
مسوولین وايي، چې د پېښو په تړاو څو تنه نیول شوي، چې ډېر ژر به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هلمند کې امنیتي او جنايي پېښې کمې شوې دي.
ن/ر