فرهنګ

د ژوندانه دچاپيريال دفلم په فستيوال کې برخه وال فلم جوړونکي وستايل شول.

-کابل – باختر دچنګاښ دمياشتې ٣
دهرات فلم جوړونکي چې په کابل کې د ژوندانه دچاپيريال دفلم په فستيوال کې برياليتوب ترلاسه کړي دي نن وستايل شول.
دهرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دفرهنګ او هنرامر جاويد ضرغام د ټوليزو واقعيتونو په منعکس کولو کې دهنرمندانو رول ارزښتناک وباله .
ده په خپلو خبرو کې دهنرمندانو د ژوندانه دحالت په باب څرګنده کړه دهرات هنرمندان په خراب اقتصادى حالت سره دهنرى پروګرامونو په برابرولو لاس پورې کوي .
په همدې حال کې دهرات د ژوندانه دچاپيريال رييس نصير احمد فضلي وويل :په دې فستيوال کې چې دهيواد په مرکز کې جوړ شوى دى د ژوندانه دچاپيريال تر عنوان لاندې يو سلو شپږ اويا فلمونه نندارې ته وړاندى شول.
ده وويل له هرات څخه شپږ فلمونه فستيوال ته لاره وموندله چې ځانګړى مقام يې ګټلى دى .
ده دهرات هنرمندانو ته دمبارکي په ترڅ کې وويل: دښاغلى صميمي په کار دانۍ دنفس تازه فلم لومړى مقام وګاټه په دغو مراسمو کې يو شمير برخه والو او هنرمندانو دهرات دهنرى حالت په ښه والى کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دملاتړ او هڅونې يادونه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته