امنیت

په غزني کې دبمونو اوماينوننو په جوړولو کې دکارولو لپاره دزرګونو کيلوګرامه کيمياوي موادو کشف .

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٢:

په زرګونو کيلوګرامه امونيم نايتريت او له دينامت سر ه مخلوط مواد چې ياغيان يې دبمونو او ماينونو دجوړولو لپاره کاروي ، په غزني ولايت کې ترلاسه شوي دي .

دغه مواد دغزني ښار په مربوطاتو کې دافغان پوځيانو اودناټو دپوځونو په ګډوعملياتو کې ترلاسه شوي دي .

ناټو باخترا ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي  چې په دغو عملياتو کې نږدي پنځلس زره اوپنځه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت اوله ديناميت سره مخلوط مواد يې ترلاسه کړي دي .

ددغې خبرپاڼې دمعلوماتوله مخې،  جګړه ماران  له دغو کيمياوي موادو څخه په واټ کې دکارولو لپاره دبمونواوماينونو په جوړولو کې استفاده کوي.

  په خبرپاڼه کې دجګړه مارانو اودګډو ځواکونو ترمنځ داحتمالي نښتې په باب څه نه دي ويل شوي .

ناټو وايي چې ترلاسه شوي مواد په هماغي سيمه کې له منځه وړل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته