(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

د بامیانو والي د سولیډراتي موسسې له لوړ پوړي چارواکي سره وکتل

۱۸- کابل، د غوایي ۲۷مه، باختر
د بامیانو سیمه ییز مسوولین وايي چې دغه ولایت ته د سولیډراتي نړیوالې موسسې یو لوړ پوړي چارواکي سفر کړی دی.
د باميانو ولايت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي،چې د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي په خپل کاري دفتر کې د سولیډراتي نړیوالې موسسې د لوړ پوړي چارواکي انتوان پيني سره کتلي دي.
سرحدي له نوموړي څخه وغوښتل چې د کروندګرو ملاتړ او د اصلاح شویو تخمونو د وېش، د اوبو د بندونو د جوړولو، د څښاک پاکو اوبو د برابرولو او د غرونو په لمنو کې د نیالګیو کېنولو پروګرامونو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
په دغه کتنه کې پیني وویل چې یادې موسسې په تېرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان خلک نه دي هېر کړي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه د باميانو ولايت په څلورو ولسواليو کې د پراختيايي پروژو د پيل خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې د اوبو لګولو او روغتيا ساتنې په برخو کې څو پراختيايي پروژې منظورې شوي چې ډېر ژر به پیل شي.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا