امنیت

په لښکرګاه کې د شپږوتنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٤ :
په هلمند ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغووسله والو طالبانو نن سهار د لښکرګاه ښار بازار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې د يولړ تروريستي فعاليتونوپه ترسره کولو بوخت وو.
د ملي اردو يوه قوماندان وويل چې په دې نښته کې سرتيروته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي چې پوځيانو په هلمند ولايت کې د يولړ چاودنومخه نيولې ده.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: پوځيان د سيمې د خلکو په همکارۍ په دي بريالي شول چې نن سهار پنځه ماينونه کشف او شنډکړي.
دغه ماينونه د هلمند ولايت په ګڼ ميشتو لاروکې چې دلښکرګاه ښار ته غځيدلې دي؛ ځاى پرځاى شوي وو.
سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغو ناکامو ماين ښخونې مسوول بولي او د دغو تروريستي عملونو د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته