امنیت

په کابل کې يوې چاودنې د ولسي جرګې يو غړى ټپي کړ

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
دولسي يو غړى نن په کابل کې دچاودنې له امله ټپي شو .
دکابل ښار د پوليسو د شپږمې امنيتي حوزې آمر دغه پيښه تاييد کړه .
دغه پيښه دکابل ښار دپل سوخته په ساحه کې يوه ورزشي کلپ ته څيرمه رامنځ ته شوې ده .
چاوديدونکي ټوکي په هغو ځاى کې ځاى پرځاى شوي و چې دولسي جرګې يوه غړي جنرال علي اکبر قاسمي  هره ورځ په دغه ځاى کې ورزش کاوه.
په دې پيښه کې يوازې داستازو دمجلس دغه غړى ټپي شوى دى چې همدا اوس دکابل ښار په يوه روغتون کې بستر دى او حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .
پوليس ددغې پيښې دڅرنګوالي په باب څيړنې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته