امنیت

په بادغيس کې دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ مرګانۍ نښته

کابل باختر دغبرګولي شلمه :
په بادغيس ولايت کې تيره شپه دوسله والو طالبانو د بريدونو له امله دوه تنه  سيمه ئيز پوليس شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه تيره شپه دبادغيس ولايت دابکمري  په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
دبادغيس شورا غړى فريد اخي زي دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو داب کمري ولسوالۍ په کوکچايي سيمه کې دسيمه ئيزو پوليسو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې دوه تنه سيمه ئيز پوليس شهيدان  او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې بريد کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو .
دبادغيس ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال محمد قيوم انګار دوسله والو طالبانو بريد تاييدوي خو له امله يې دسر داوښتى زيان په باب نظر څرګند نه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته