کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
د لغمان ولايت په مربوطاتو کې تيره شپه د سيلاونو د راوتلو له امله د يوې ښځې او د دريو تنو ماشومانو په ګډون ديوې کورنۍ څلور تنه غړي و وژل شول .
دغه سيلاونه له سختو اورښتونو وروسته د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ
د نورلام صاحب درې په مربوطاتو کې را ووتل چې له امله يې د يوې ښځې او
د دريو تنو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ څلور تنه غړي ووژل شول .
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک د دغه خبرپه تاييدولوسره باختر آژانس
ته وويل : چې د دغو سيلاونو له امله يو تن ټپي شوى هم دى او دالينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د استوګنې څو کورونه، کرنيزې ځمکې او دکرنې داوبو کانالونه ويجاړ شوي او د خلکو څاروي هم له منځه تللي دي .
د سرحدي ځواک دڅرګندونو له مخې : تراوسه پورې د دغو سيلاونو د راوتلو له امله د اوښتو زيانونو او تاوانانو دقيفه اندازه معلومه نه ده خو د لغمان والي په دغه ولايت کې د بيړنيو حالاتو کميټې او دافغاني سرې مياشتې ټولنې ادارې ته لارښونه کړې ده چې له مصيبت ځپلو کسانو سره دې بيړنۍ مرستې وکړي.
0 1 دقیقه لوستل