خبرونهامنیت

د بخښنې نړيوال سازمان په کابل کې وروستي بريدونه جنايت بللی دی

– کابل، د زمري ١٨ مه، باختر

د بخښنې نړيوال سازمان د کابل په ځينو سيمو کې چاودنې بشري جنايت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کابل ښار د شپږمې ناحيې او د دغه ښار په مرکزي سيمو کې څه نا څه دريو پېښو کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د بخښنې نړيوال سازمان ويلي، چې په افغانستان کې سيتماتيک بريدونه د بشريت پرخلاف جنايت دی.

دغه سازمان له اسلامي امارت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ملکيانو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

د آسيا په جنوب کې د بخښنې نړيوال سازمان سيمه ييز غړي زمان سلطاني ويلي چې د افغانستان حکومت بايد په کابل کې د امنيت د ښه والي لپاره لازم اقدامات تر لاس لاندې ونيسي.

هغه ویلي، اړتيا ده چې اسلامي امارت د نړيوالو قوانيو او معيارونو له مخې د دغو بريدونو په اړه بشپړ او ناپيلې سملاسي څېړنې ترسره کړي، هغه کسان چې د دغو جنايتونو په ترسره کولو مشکوک دي د نړيوالو قوانينو او د بشر د حقوقو د نقضولو د قوانينو له مخې محاکمه کړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا