ټولنه

په ننګرهار ولايت کې په سلګونو جريبه ځمکه کې دکرل شويو کوکنارو اړول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
په ننګرهار ولايت کې په سلګونو جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
دغه کوکنار  دننګرهارولايت په مربوطاتو کې ديو کمپاين په بهيرکې  اړول شوي دي.
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې ددغه کمپاين له پيل څخه د اوو  ورځو په بهېرکې په سلګونو جريبه ځمکه کې کرل  شوي کوکنار دامنيتي مامورينو له خوا اړول شوي دي.
زياتره دغه کروندې  دچپرهار اوخوږياڼيو په ولسواليو کې  وې .
په يوبل اقدام کې په دوه سوه پنځه ويشت جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار دامنيتي مامورينو له خوا واړول شول.
دننګرهار دوالي وياند وايي چې دغه کمپاين به  په دغه ختيځ   ولايت کې  دټولو کرل شويو  کوکنارو  تراړولو پورې دوام ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته