خبرونهفرهنګټولنه

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس: په بدخشان کې د وحشي څارويو د انقراض مخه دې ونيول شي

 کابل، د زمري١٣ مه، باختر

د بدخشان فرهنګي مسوولينو پرون د زيباک ولسوالۍ  تاريخي ابدات، لرغونې ساحې او توريستي سيمې وکتلي.

د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ د بدخشان  د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي  زيباک له ولسوال مولوي مطيع الرحمن سره په دې ولسوالۍ کې وکتل او  د ګرځندوى، او د دغې ولسوالۍ په لرغونو ساحو کې د خپلسرو کيندو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس لرغوني اثار، تاريخي او د ګرځندوى سيمې، فرهنګي شتمني او تاريخي هويت وبللې او ويې ويل چې زيباک ولسوالۍ ته د هغه د سفر موخه  د وحشي څارويو په تېره بيا دغرنۍ وزو او  د وارين پړانګ  د ښکار، د لرغونو اثارو د قاچاقو مخنيوي او د دغې ولسوالۍ د ګرځندوى او تاريخي ساحو څخه ليدنه وبلله.

هغه زياته کړه کميابه او وحشي څاروي د بدخشان په نورو سيمو کې لږ تر سترګو کېږي، هغه له مسوولينو، خلکو او له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د دغو څارويو د انقراض مخه ونيسي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا