امنیت

دمارجې ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ١٧
دامريکا د دفاع وزارت : له افغان امنيتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ ته دوام ورکوى.
افغان امنيتي ځواکونو دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې چاڼيزو عملياتو ته دام ورکوي .
په هلمند کې خبرځايونو ويلي دي طالبان د مارجې ولسوالۍ له مرکز څخه شړل شوي دي او اوس ددغې ولسوالۍ په شاوخوا کې چاڼيز عمليات دوام لري.
دهلمند امنيتي مسئولين وايي چې دمارجې دبيرته نيولو په عملياتو کې دبهرنيو اتباعو په ګډون يوسلو شل تنه وسله وال طالبان وژل شوې دي. دامريکا د دفاع وزارت وياند مايکل لوهورن ويلي دي چې په افغانستان کې ميشتو امريکايي هوايي ځواکونو په تيرو ٤٨ ساعتونو کې لس هوايي ماموريتونه په مارجې کې ترسره کړې دي او دغه ملاتړ به دوام وکړي.
په هلمند کې افغان امنيتي خبرځايونو دبهرنيو ځواکونو دپوځي ماموريت په باب څه نه دي ويلي خو دوى ويلي دي چې دوى په مارجې کې يواځې عمليات ترسره کوي.
له هيواد څخه دبهرنيو ځواکونو له وتلو څخه مخکې په هلمند کې دبهرنيو عسکرو شمير زيات و خو دهغوى ناڅاپي وتل ددغه ولايت په امنيتي حالت چې له پاکستان سره اوږده پوله لري او دافغانستان په کچه د نشه يي توکو دکرکيلې او توليد اصلى ځاى دى ، بډه اغيزه کړې ده او اوس دامريکا او بريټانوي عسکرو کوچنى قطعې بيرته هلمند ته ستنې شوې دي او لومړنۍ بهرنۍ عسکر چې په ٢٠١٦ کال کې دهلمند په مارجې کې ووژل شو يو امريکايي عسکر  و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته