ښوونه او روزنه

د تخار د دشت قلعه د خالد بن وليد ښوونحي ته ودانۍ جوړيږي

تالقان باختر دزمري دمياشتې  ١٠  :
د تخار ولايت د دشت قلعه په ولسوالۍ کې نن د خالد بن وليد د لومړني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د دشت قلعه ولسوال قيوم قانع د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دخالدبن وليد  دلومړني ښوونحي ودانۍ د دغې ولسوالۍ په تاجک قشلاق کلي کې د پوهنې وزارت له بودجې څخه د ١٦ ميليونو ٨٠٠ زرو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په يوه کال کې جوړيږي .
ده وويل: اوس د دغه ښوونځي څه ناڅه ٤٠٠ تنه  زده کوونکي په پرانستې فضا او تر سوځنده لمر لاندې په زده کړې بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته