امنیت

دسلګونو جنګي وسايلو کشف او دلسګونو تنو طالبانو مرګ ژوبله.

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٥
دکندهار ولايت امنيتي مسوولين وايي چې تيره  اوونۍ له تروريزم سره د مبارزې
په لاره کې دوى ته زيات برياليتوبونه  ترلاسه شوي دي.
په همدې اوونۍ کې له وسله والو طالبانو سره د ديارلسو نښتو په بهير کې يوولس  تنه جګړه ماران  وژل شوي  او پنځلس تنه نور يې ټپيان کړي دي او ديارلس تنه نور طالبان نيول شوي دي .
مسوولين وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې د طالبانو سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .
دقندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي خبريالانو ته
وويل چې ځواکونويې دتيرې اوونۍ په بهير کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو
څو زيرمې هم کشف کړې دي .
له دغو زيرمو څخه يو زرو ديرش ماينونه ، څلور سوه اتلس کيلوګرامه کيمياوي توکې چې دچاوديدونکو توکو په جوړولو کې کارول کيږي او د کلاشينکوف ، تومانچې ، پيکا  او توغندي ويشتوونکي په ګډون په لسګونو سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي  دي .
دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر ددغې اوونۍ په بهير کې دافغان سرتيرو دسرد احتمالي زيان په باب څه ونه  ويل خو زياته يې کړه، چې دپلټنې دپوستې جوړول او دقندهار په ځينو سيمو کې دعملياتو ترسره کول ددې سبب شوي دي چې وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتې او خلکوته دژوندانه ښه فضا رامنځته شي.
رحمت اطرافي په  دې خبري غونډه کې له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې له جګړې او ويجاړولو څخه لاس واخلي اودخپل هيواد بيارغونې اوامنيت په تامينولو  کې ونډه  واخلي .
دقندهار ښاريان وايي چې د يوکال په بهير کې په دغه ولايت کې امنيتي حالت ښه  شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته