سیاست

جمهورریيس غني دآلمان لومړۍ وزیرې سره وکتل

کابل / د سلواغې٤مه/ باختر 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا  مرکل سره وکتل.
د جمهوررييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې د المان لومړۍ وزیرې د سولې په پروسه کې چې د افغانانو له لوري رهبري او افغانستان  په دې پروسه کې شامل  وي، د افغان حکومت له هڅو خپل ملاتړ اعلام کړ.
هغې زیاته کړه ، د المان حکومت لېواله دې چې دافغانانو ترمنځ د دیالوګ کوربتوب وکړي او همدا راز د افغانستان د انکشاف او اقتصاد په ځانګړي ډول د تجدید وړ  انرژۍ او کانونو څخه د ملاتړ په برخه کې، متعهد دی.
مېرمن مرکل یو ځل بیا افغانستان سره په امنیتي برخه کې د خپل هیواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او د جمهوري ریاست ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلام چې جمهور ريیس غني پکې مخکښ دی، مبارکي وویله او نوموړی یې المان ته د رسفي سفر په خاطر وروباله.
جمهورريیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د مرستو او همکاریو          د قدردانۍ پر مهال وویل، په یوه مناسب وخت کې به دغه هیواد ته سفر وکړي.                     پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته