اقتصاد

دسرو زرو په بيه کې اووه ويشت ډالره زياتوالى راغلى دى .

کابل باختر  دلړم دمياشتې  ٤ :
په نړيوالو بازارونو کې ديو انس  سرو  زرو په بيه کې دتيرې اوونۍ دچهارشنبې
د ورځې په پرتله  اووه ويشت  ډالره  زياتوالى ليدل کيږي .
دتيرې اوونۍ دچهارشنپې په ورځ  په نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زرو  په ١٢٤٣ ډالره  وړاندې کيده   خو نن په ١٢٧٠ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام يو ويشت عياره مصري  سره  زره  په ٢٥٥٠ افغانيو ،  يوويشت عياره کويټې سره  په  ٢٥٠٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په  ٢٤٥٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په    ٢١٥٠    افغانيو ،  نولس عياره عربي سره زر په  ٢١٠٠ افغانيو ، اوولس عياره   ايراني سره زر  په ١٧٥٠ او  څوارلس عياره  يوګرام روسي سره زر په  ١٦٥٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته