ټولنه

د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د ۱۱۷۹۳۱ متر مربع ځمکې د اسنادو د څېړلو لپاره تخنيکي هيأت وټاکل شو

کابل باختر د ليندي د مياشتې ٨ مه
د اجرائيه رياست دلومړي مرستيال انجنر محمد خان په مشرۍ د ټولنـيزو سازمانونو د ملکيـت څرنګوالي کميسيون خپله دريمه غونډه جوړه کړه.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
انجينر محمد خان د کميسيون غړو ته وويل: د بزګرانود کوپراتيفونو سازمان يو ټولنيز سازمان دی، د قانون له مخې بايد ټولې ټولنېزې ټولنې هر کال د خپل فعالیت جوازونه نوي کړي تر څو د خپلو فعاليتونو لپاره يې قانوني مجاز ترلاسه کړی وي، د کوپراتيفونو ټولنه چې په ۱۳۸۲ کال کې يې د کار جواز ترلاسه کړی و، له لومړي کال وروسته يې خپل جواز نه دی نوی کړی او په دې ترتيب یې خپل قانوني ارزښت له لاسه ورکړی دى.
ده زياته کړه، د پلازمينې کابل په ۱۵مه ناحيه کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه د ۱۱۷۹۳۱ متر مربع ځمکې د ملکيت د لا ښه څرنګوالي او وضاحت لپاره بايد يو تخنيکي هيأت وټاکل شي چې د يادې ځمکې په اړه ټول اسناد له سره وڅېړي تر څو دا ثابته شي چې څنګه د دولتي ځمکو ځينې برخې د مشخصو اشخاصو په ملکيت کې راغلي دي او بېرته کابل ښاروالۍ د قيمت ورکولو په بدل کې ترې اخیستې دي.
د غونډې په پای کې د کميسيون غړودرايو په اتفاق د دولتي قضاياوو ادارې، د ځمکو خپلواکې ادارې، ماليې وزارت، د کابل ښاروالۍ او د څارنوالۍ د استازو په ګډون يو تخنيکي هيأت وټاکل شو تر څو د يادې ځمکې په اړه ټول اسناد په بشپړ دقت له سره وڅېړي او په لنډ وخت کې يې بشپړ راپور د ټولنيزو سازمانونو د ملکيت دڅرنګوالي کميسيون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي چې له مخې يې د ځمکې د ملکيت په اړه شته ابهام او ستونزې هوارې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته