ټولنه

دبلخ يو رسانه يي فعال وفات شو . ٤٩-کابل باختر دلړم دويمه :

دبلخ ولايت يو علمي شخصيت اورسانه يي فعال استاد عبدالرب جاهدچې دوه ورځې مخکې په مزارشريف ښار کې دترافيکي پيښې له امله ټپى شوى و پرون په ر وغتون کې وفات شو دباختراژانس دخبرله مخې ، ارواښاد عبدالرب جاهد دعبدالله بيک زوى په ١٣٣٠ هجري لمريز کال کې په بدخشان کې وزيږيد او څوکاله يې دمزارشريف ښار په ښوونځيو کې دښوونکي په توه دنده ترسره کړه او څوکاله يې دبلخ دملي راډيو تلويزيون په بېلابېلو برخو کې او يوه موده يې ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درييس په توګه خدمت وکړ . ارواښاد يو پوه اديب ، شاعر او ليکوال شخص و اوخپل ټول ارزښتناک عمر يې دهېواد دبچيانو ښوونې اوروزنې ، دهېواد فرهنګ اوادبياتو ته خدمت اوخبر رسونې ته وقف کړ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه فرهنګي مړينه دهېواد دفرهنګ او رسنيو په برخه کې ضايعه بولي او دارواښاد کورنى او ليکوالو او درسنيو کارکوونکو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوي او متوفا ته دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دفردوس جنت هيله کوي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته