کابل باختر دسلواغې نهمه :
په ننګرهار ولايت کې له سلګونو اړو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دغه کورنۍ سيمه ئيزې جګړه ځپلې بې وزلي او له پاکستان څخه راستنې شوي دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقير زي باختراژانس ته وويل چې په دې پړاو کې له شپږ سوه اړو او مستحقو کورنيو سره مرسته شوې ده . ده وويل دغه مرستې چې اوړه ، غوړي ، دال او مالګه پکې شته دنړۍ دخوړو دسازمان له خوا برابرې شوې وې .
ويل کيږي چې په ننګرهار ولايت کې له اړو کورنيو سره دمرستې بهير دوام لري .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل