
– کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د خاش ولسوالۍ د مرکز اړوند شهران کلي کې د سختو اورښتونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالداری رییس قاري قطب الدین دهنوي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې څو ورځې مخکې په شهران کلي پورې اړوند په ییلاق درې مزار سیمه کې د سختو اورښتونو له کبله شاوخوا ۱۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
په همدې حال کې د سیمې یو مالدار عبدالبشیر وايي چې د یادو اورښتونو د سیمې اوسېدونکو ته نور ګڼ شمېر مالي زیانونه هم اړولي دي.
جهانیار