ټولنه

دخيرخانې مينې دحضرت نعمان په جومات کې درايي ورکونې مرکز نه دى پرانستل شوى .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دکابل ښار  دخيرخانې مينې د ٥٠٠  فاميليو  په سيمه د حضرت نعمان جومات درايي ورکونې مرکز له غرمې مخکې تر لسو بجو او  ١٥ دقيقو  پورې نه دى پرانستل شوى .
ددغه مرکز مسوول  محمد فهيم دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه مرکز  په مربوطاتو کې  درايي ورکولو شپږ مرکزونه شتون لري  چې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون شل تنه موظفين  پکې شامل دي خو په دې دليل چې  ١٩ تنه موظف کارکونکي تراوسه پورې خپلې دندې ته نه دي حاضر شوي  دغه مرکز نه دى پرانستل شوى .
ده څرګنده کړه په هغې اړيکه کې چې دانتخاباتو له کميسيون سره  يې ونيولې ورته وويل  شول چې دانتخاباتو دکمسيون تر لارښوونې پورې دغه مرکز تړلي پاتې کېږي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته