امنیت

په لغمان کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شا وتمبول شول

کابل/ باختر/ د وري دمیاشتې ۳مه
وسله والو طالبانو د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د اسلام آباد په سیمه کې پرون د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو ډله يیزبریدونه وکړل چی د سیمه ییزو پولیسو له غبرګون سره مخامخ شول.
د ۲۰۳تندر قول اردو د قوماندانۍ د رسینو دفتر باختر آژانس خبر ورکړ:
دغه راز د جګړې سیمو د ملاتړ په موخه د۲۰۱ سیلاب قول اردو د لومړي پلې لوا د دويم کنډک تازه دمې ځواکونو ورسیدل او له طالبانو سره یې په جګړه لاس پورې کړ چې له امله یې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته، خو تر اوسه پورې د دښمن د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی معلوم.  پای – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته