(PS)خبرونه(PS)ټولنه

د بدخشان په کوکچې سیند کې د یوې کورنۍ څلور غړي غرق شوي

کابل، د وري ۲۶مه، باختر

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي، چې پرون وروسته له غرمې په کوچې سیند کې د یوې کورنۍ څلور غړي اوبو غرق کړي دي.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست اړوند د طبیعي پېښو آمر محمد کامکار باختر آژانس ته وویل، چې  دغه کسان د مرکز فیض آباد ښار په کري سیمه کې د کور کالیو او فرشونو د مینځلو پرمهال غرق شوي، چې غوښتل یې اوبو ته لوېدلی کوچنی ماشوم وژغوري.

کامکار زیاته کړه، چې د سیمې خلکو په مرسته دوې پېغلې نجونې ژوندۍ ژغورل شوي، ماشوم او مور یې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې لا یې هم جسدونه له پرلپسې هڅو نه دي موندل شوي.

نوموړی د یادې پېښې لامل د کورنیو بې غوري بولي او له خلکو غواړي، چې په دې برخه کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا