ورزش

دکرکټ کوم ټيم ، هند او يا ويست انډيز پاى لوبې ته لاره مومي

کابل  باختر دوري دمياشتې ١٢ :
دهندوستان دکرکټ ملي ټيم نن مازيګر دکرکټ د ٢٠ آوريز جام  دنړيوالو سياليو په لړ کې دويست انډيز دکرکټ له ملي ټيم سره  لوبه کوي.
ددغې لوبې ګټوونکى دکرکټ دنړيوال جام پاى لوبې ته لاره مومي.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دغه لوبه  دافغانستان په وخت  دمازيګر په شپږو بجو پيليږي او  ګټوونکى يې  په پاى لوبه کې دانګلستان  دکرکټ له ملي ټيم سره داتلوالۍ دترلاسه کولو په مقصد سيالي کوي.
دانګلستان دکرکټ ملي ټيم پرون دنوي زيلاند دکرکټ ټيم ته په ماتې ورکولو سره  پاى  لوبې ته  لاره وموندله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته