سیاست

د جمهورريیس غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل/ دتلې ١٥مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د زابل د مرکز قلات ښار د ښاروالۍ پر ستونزو او لاسته راوړنو، د ساختماني جواز د صادرولو پر طرزالعمل، د کابل په څلورو سمتونو کې د څلورو ترانسپورټي ترمینلونو لپاره د دندو لایحه او د حضوري چمن د انکشاف پر طرحې هر اړخیز بحثونه وشول.
په پیل کې د زابل ولایت د مرکز قلات ښاروال صدرالدین زېور په قلات ښار کې د تطبیق شویو انکشافي پروژو او پلانونو او د دغه ښار د ستونزو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.
جمهورريیس غني په دې اړه وویل: اړوند ارګانونه باید خپلې منابع او امکانات د قلات ښاروالۍ په واک کې ورکړي، چې د یادو پلانونو او پروژو پر تطبیق اقدام وشي.
وروسته دکابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د ساختماني جواز د صادرولو طرزالعمل غونډې ته وړاندې کړ او ويې ویل، د انکشافي پلان برابرول، د ښاري ډیزاین د چوکاټ مطالعه، د زونونو او کابل ښار انکشافي پلان، د استوګنې د زونونو د مشخصاتو او استوګنې د لږو او متوسطو کورونو او مختلطو سیمو پروسه په دغه طرزالعمل کې  شامل دي.
ورپسې د ترانسپورټ په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار فرید احمد مهمند د کابل په څلورو  لوریو کې د څلورو ترانسپورټي او لوژیستیکي ترمینلونو لپاره د دندو لایحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل، د دغو ترمینلونو په ایجاد سره به د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتولو او وېش مرکزونه له ښاره بهر ولېږدول شي.
هغه څرګنده کړه، د خلکو د اړتیا وړ توکي به د کوچنیو بار وړونکو وسایطو په مټ په ښار کې دننه ووېشل شي.
د غونډې په بله برخه کې د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې یو تن مسوول ادریس صادقي د حضوري چمن د انکشاف طرحه وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه، د معیاري تفریح ځاى ایجاد، د فرهنګي او اجتماعي ساحو او ورزشي میدانونو جوړول، د پایداره چاپیریال ساتنې ښه والی، د کاري فرصتونو او د دولت لپاره د پایداره عایداتي منابعو ایجاد او د پانګونې په خاطر د خصوصي سکتور هڅول د دغې طرحې موخه ده.
جمهورريیس غني د اړوندو ادارو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، د یادو طرحو د تطبیق لپاره دې له اړوند ارګانونو سره په همغږۍ عملي اقدامات وکړي.#
ختم- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته