– کابل / د وري ٢٣مه / باختر
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د میوو او سبو د یوې لويې سړې خونې د جوړېدو خبر ورکوي.
د دغه ریاست ريیس ولید احمد تسل وویل: دغه سړه خونه د ۱۵۰۰ مټریک ټنه میوو او سبو د ساتنې ظرفیت لري.
د تسل په خبره یاده سړه خونه په یو نیم جرېبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
د تسل په خبره، د دې سړې خونې په جوړېدو سره ۱۵۰ تنو ته د موقتي او ۳۰ تنو ته دوامدره کار زمینه برابرېږي.
تسل وايي: د سړې خونې په جوړېدو سره بڼوال کولای شي چې میوې او سابه وساتي او په ښه بیه یې وپلوري چې دا به د دوی پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
د تسل په خبره، یاده سړه خونه د ملي انکشاف شرکت له لوري جوړه شوې ده.
پاى ذ